د پاکستان د سند ایالت د کراچي ښار پولیس وایي چي د ګلشن اقبال په سیمه کي د یوه اپارتمان دننه د یوې کورنۍ د درو مېرمنو

د پاکستان د سند ایالت د کراچي ښار پولیس وایي چي د ګلشن اقبال په سیمه کي د یوه اپارتمان دننه د یوې کورنۍ د درو مېرمنو مړي موندل سوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخي په وژل سوو ښځو کي یوه مور، لور او مږور شاملي دي.
پولیس زیاتوي چي د پېښي د علت معلومولو له پاره پلټني رواني دي او جسدونه ئې د عدلي طب مرکز ته لېږدولي دي.