د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وایي، له تېرو ۲۱ کلونو راهیسي په دغه صوبه کي پوځي عملیات ترسره کېږي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وایي، له تېرو ۲۱ کلونو راهیسي په دغه صوبه کي پوځي عملیات ترسره کېږي، ډرون بریدونه سوي او د پښتنو وینه بهېدلې ده.
د نوموړي په یوه وینا دا سیمه دي نور د جګړې د تجربو یا لابراتوار په توګه نه کارول کېږي.
سهیل افریدي زیاته کړه، نور به د دغي صوبي خلګ خپله پالیسي جوړوي او ټول تصمیمونه به د دوی د غوښتنو او اړتیاوو پر اساس نیول کېږي.

ده وویل، د خیبر پښتونخوا د خلګو اراده دا ده چي خپل راتلونکی پخپله وټاکي او د سولي او ثبات له پاره کار وکړي.
علی وزیر له مرکزي حکومته وغوښتل چي د سیمي د خلګو ږغ ته دي غوږ ونیسي او د هغوی په خوښه دي د سیمي له پاره تګلاره جوړه کړي.