د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اوبو د کمښت ستونزه ورځ تر بلي زياتېږي او د سیمي ګڼ باغونه او کرنیزي ځمکي د وچېدو له خطر سره مخ دي.
هغوی دغه راز زياتوي، چي په تېرو بارانونو کي زیاتي اوبه د ارغستان له پله څخه ډورۍ او بیا ایران ته ولاړې، خو نن له سختي وچکالۍ او اوبو له نشتوالي د انارو او انګورو باغونه کاږو.
دوی خبرداری ورکوي، چي که د اوبو د مدیریت له پاره بېړني ګامونه پورته نه سي، د سیمي د کرني او باغدارۍ سکتور ته به درانه زیانونه واوړي.
د هغوی په وینا، د انارو باغونه چي د ارغستان د اقتصاد مهمه برخه جوړوي، د اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
سربېره پر دې، یو شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزي هم شکایت کوي.
د يادي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د لوړې بند پروژه کولای سي د سیمي د اوبو د کمښت د ستونزو په کمولو کي مهم رول ولوبوي او د کرنیزو حاصلاتو د خوندي ساتلو ترڅنګ د خلګو د ژوند شرایط هم ښه کړي.
دوی له مسؤلو ادارو او ط..البانو غوښتنه کړې، چي د یادي پروژې عملي چارو ته لومړیتوب ورکړي او د جوړېدو بهیر ئې چټک کړي، څو د ارغستان د کرني، باغدارۍ او د اوبو د اړتیاوو له پاره دوامداره حل رامنځته سي.
په ورته وخت کي د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکي وايي، چي که دا بند په ۵۰ متره ارتفاع جوړ سي، نو ۲۵ میلیونه متره اوبه ځایوي، د ارغستان، معروف او تخته پل ولسوالیو ته ښه پرېمانه اوبه او ان ښه برېښنا ورکولای سي.