افغان لیکوال او سیاسي شنونکي مجید قرار د شاعر او سیاستوال سلیمان لایق پر زوی غرزي لايق باندي د هغه د وروستيو څرګندونو په تړاو نقد کړی او هغه ته ئې ويلي، چي د خپل پلار نوم او میراث باید ونه شرموي او د ط..البانو له ملاتړ څخه خير نه سي تر لاسه کولای.
قرار پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: «غرزی لایقه د لایق مېنه مه شرموه، له ط..البه ط..الب خیر نه دئ وړی، تا ته به څه په لاس درسي.» هغه زیاته کړې چي د جمهوریت پر مهال د فرخندې وژنه د جمهوري فکر پایله نه وه؛ بلکي د افراطي فکر او افراطیت نتیجه وه. د هغه په وینا، «فرخنده افراطیت وژلې او افراطیت د ط..البانو نظریه ده.»
نوموړي غرزي لایق ته په خطاب کي ویلي چي لومړی شرم ئې دا دی چي د غربي امپریالیزم او ارتجاع پر ضد د مبارزې تر شعارونو لاندي میلیونونه افغانان قرباني سوه خو اوس هماغه کسان د لوېدیځ تر سیوري لاندي ژوند کوي او د هغه په خبره د ارتجاعي ظلمونو ملاتړ کوي.
قرار همداراز ویلي چې د ننګ او ناموس موضوع سیاسي کول یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ کړنه ده. هغه دا چاره هم د غرزي لایق له دریځونو سره تړلې بللې ده.
مجيد قرار دغه راز ويلي، چي د ط..البانو له داسي واکمنۍ ملاتړ کول د شرم خبره ده چي د سلیمان لایق، ملنګ جان او نورو لیکوالانو او شاعرانو آثار ئې محدود یا منع کړي دي.
مجید قرار په پای کي پر هغو مارکسیستانو هم نیوکه کړې، چي د ده په باور د غربي سرمایهدارۍ او افراطي پروژو تر اغېز لاندي فعالیت کوي.