د امریکا یوې فدرالي محکمې هغه محدودیتونه درولي، چي د ټرمپ د ادارې پر مهال د افغانانو

د امریکا یوې فدرالي محکمې هغه محدودیتونه درولي، چي د ټرمپ د ادارې پر مهال د افغانانو، ایرانیانو او یو شمېر نورو کډوالو د پناه غوښتني، ګرین کارډ او نورو قانوني مهاجرتي غوښتنلیکونو د پروسس مخه ئې نیولې وه.
د محکمې له پرېکړي وروسته به د کډوالۍ، کاري اجازو او دایمي استوګني اړوند دوسیې بېرته په عادي ډول وڅېړل سي او قانوني اقدامات ترسره کېږي.
قاضي ویلي چې یاد محدودیتونه د کډوالو پر وړاندي له منفي چلند څخه سرچینه اخیستې وه. د مهاجرت د حقونو ملاتړو د محکمې دغه پرېکړه مهمه بللې او ویلي ئې دي، چي زرګونه کسان ئې له اوږدې مودې راهیسي له ستونزو سره مخ کړي وو.

تمه ده چي دا پرېکړه به د هغو افغانانو له پاره ځانګړی اهمیت ولري، چي په امریکا کي د خپلو مهاجرتي اسنادو د بشپړېدو په تمه دي.