د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، د احمدشاه بابا د کور د بیا رغوني پر مهال درې ارزښتناک تاریخي آثار

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، د احمدشاه بابا د کور د بیا رغوني پر مهال درې ارزښتناک تاریخي آثار، چې دوه ډبرین او ګلي څراغونه او یو زنځیر پکښي شامل دي موندل سوي دي.
هغوی وايي چي دا آثار به د احمد شاه بابا د کور د رغوني له بشپړېدو وروسته د احمدشاه بابا په موزیم کي نندارې ته وړاندي سي، څو خلګ وکولای سي له دې تاریخي میراث سره آشنا سي.