د کندهار ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولين وايي، چي د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کي ئې ۱۲۰۰ کارتنه هغه درمل نيولي، چي د پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل.
د هغوی په خبره، چي دغه درمل ئې تر نيول کېدو وروسته د يکشنبې په ورځ سوځولي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د پاکستان او ط..البانو تر اختلافاتو وروسته ط..البانو د پاکستان پر تجارتي توکو او درمل بنديز لګولی.