د کندهار څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په اوومه امنيتي حوزه کي يوې مېرمني او خاوند يو بل کس وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوي کس عبدالغفور نومېږي او اصلي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.
په ورته وخت د کندهار امنيتي ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې او په خبره چي د ياد قتل په تور ئې يوه ښځه نيولې ده او خاوند ئې تښتېدلی دئ.
ط.. البان وايي قاتل فتح نومېږي او اصلي د ارزګان ولايت اوسېدونکی دئ.