د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هغه غوښتنه رد کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هغه غوښتنه رد کړې، چي له واشنګټن څخه ئې د یمن پر حوثیانو د برید غوښتنه کړې وه.
د آکسیوس شبکې د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي بن سلمان د پنج شنبې په ورځ دوه ځله له ټرمپ سره ټیلیفوني خبري کړي او د حوثیانو پر ضد ئې د امریکا د پوځي برید غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخي، امریکايي چارواکو ویلي چي د امریکا حکومت اوس مهال د حوثیانو پر وړاندي د مستقیم پوځي اقدام پلان نه لري.