د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي په دوو جلا جلا سیمو کي دوو کسانو ځان وژنه کړې

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي په دوو جلا جلا سیمو کي دوو کسانو ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي د کندهار ښار د ۱۵ امنتي حوزې په سيمه کي يو ۱۶ کلن ځوان ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
سرچینه دغه راز زياتوي، چي د ډنډ ولسوالۍ په شېر سورخ سيمه کي يوې ۲۰ کلن نجلۍ هم ځان ځړولی او وژل سوې ده.

سرچينه وايي چي دواړو کسانو د کورنيو ستونزو له امله ځانه وژنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *