د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو د جمهوري نظام پر مهال د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پخوانی رئيس ګل محمد شکران او د هغه زوی نذير احمد شکران نيولي او بندیان کړي دي.
تر اوسه د هغوی د نيول کېدو اصلي انګېزه روښانه نه ده؛ خو د کندهار د ط..البانو امنيې قومندانۍ ويلي، چي هغوی ئې د يوې حقوقي قضيې په اساس نيولي دي.
ګل محمد شکران اوس مهال په کندهار کي په يوه خصوصي روغتون کي دنده اجرا کول.