د کویټ د دفاع وزارت ویلي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو په برید کي د دغه هیواد په شمال کي د یوې چینایي کمپنۍ ودانۍ په نښه سوې، چي له امله ئې یو کس وژل سوی دئ.
د کویټ د دفاع وزارت ویاند عبدالعزیز العطوان د پنج شنبې په ورځ ویلي، له برید وروسته اړوندو ادارو په ګډه د پېښي د مدیریت او د زیانونو د ارزوني چاري پیل کړي دي.
هغه زیاته کړې، چي د کویټ وسلهوال ځواکونه د هیواد د حاکمیت، امنیت او ثبات د خوندي ساتلو لهپاره خپلو دندو ته په بشپړ چمتووالي دوام ورکوي.