د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ئې د ایران په اړه پر درو انتخابونو خبري کړي دي.
هغه ویلي، په دغو انتخابونو کي له ایران سره د یوې پراخي هوکړي له پاره خبري، د هرمز تنګي د محاصرې دوام او نور پوځي اقدامات شامل وو.
نتانیاهو زیاته کړې، چي د دغو انتخابونو په اړه ئې له ټرمپ سره بحث کړی، خو وروستۍ پرېکړه به د امریکا ولسمشر وکړي.
هغه دا ادعا هم رد کړې، چي ګواکي ټرمپ ئې جګړې ته هڅولی او ویلي ئې دي، هېڅوک ولسمشر ټرمپ ته امر نه سي کولای چي څه وکړي؛ بلکي هغه خپله پرېکړي خپله مخ ته وړي.