د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو له پاره خبري دوام لري او د هرمز تنګي وضعیت هم د دغو خبرو مهمه برخه ده.
د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، دواړه لوري هڅه کوي د خبرو له لاري روان کړکېچ راکم کړي.
هغه زیاته کړې، چي پاکستان په دې بهیر کي د منځګړي په توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تفاهم د رامنځته کېدو هڅي کوي.

دا په داسي حال کي ده، چي په وروستیو ورځو کي د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو له امله په سیمه کي امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی سوی دئ.