د کویټ د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی

د کویټ د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چي د ایران د وروستیو بریدونو او د ملکي الوتکو پر وړاندي د احتمالي خطرونو له امله ئې د هیواد هوايي حریم په موقت ډول تړلی دئ.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه پرېکړه د مسافرو او الوتکو د خوندیتوب په موخه سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي، ټولي الوتني تر بلي خبرتیا پوري بدیلو هوايي ډګرونو ته اړول سوي دي.

دا اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي، چي ایران په سیمه کي د ځینو پوځي هدفونو د ویشتلو ادعا کړې او د سیمي امنیتي وضعیت ترینګلی سوی دئ.
د کویټ چارواکو ویلي، چي د وضعیت له نژدې څارنه کوي او وروسته به د هوايي حریم د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي.