د بحرین دولتي چارواکو اعلان کړی، چي د دغه هیواد هوايي دفاعي سیسټمونو د ایران هوايي بریدونه شنډ او له منځه وړي دي

د بحرین دولتي چارواکو اعلان کړی، چي د دغه هیواد هوايي دفاعي سیسټمونو د ایران هوايي بریدونه شنډ او له منځه وړي دي.
هغوی ويلي د بحرین دفاعي ځواکونو د ایران له لوري ورپېښ ګواښ ته چټک غبرګون ښودلی او ټولي توغندي ئې خنثی کړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي، چي د ایران سپاه پاسداران د پنج شنبې په سهار اعلان وکړ، چي د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کي ئې په کویټ او بحرین کي د امريکا ځیني پوځي اډې په نښه کړي دي.