د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه پیغام کي د افغانستان وروستیو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه پیغام کي د افغانستان وروستیو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي، چي افغانستان د تلپاتي سولي، ملي یووالي او ګډ عقل پر بنسټ حللارو ته اړتیا لري.
ښاغلي غني د هرات وروستۍ پېښي، چي په کښي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل سوي، خواشینوونکي بللي دي. نوموړي همدارنګه د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کي د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله غندلې او د شهیدانو له کورنیو سره ئې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چي افغانستان له اوږدو سیاسي او ټولنیزو ستونزو وروسته یوه حساس پړاو ته رسېدلی او د هیواد د اوسني وضعیت بنسټیزه ستونزه ئې د مشروعیت بحران بللې ده.

د نوموړي په وینا، له دې وضعیت څخه د وتلو له پاره د ټولو افغانانو ګډه همکاري او ملي اجماع ضروري ده.
اشرف غني ټینګار کړی، چي تلپاتي سوله د افغانانو اساسي اړتیا او له لاسه وتلی حق دئ. هغه ویلي چي سوله د یوې ډلي د ارادې په تحمیل نه، بلکي د ملي یووالي، ګډ فکر او متقابل تفاهم له لاري ترلاسه کېدای سي.
پخواني ولسمشر له افغانانو غوښتي چي د الله تعالی په توکل، ملي یووالي او ګډو هڅو سره د هیواد د سولي، ثبات او هوسایني له پاره کار وکړي، څو افغانستان له دوامدارو بحرانونو څخه د تلپاتي پرمختګ او سوکالۍ پر لور حرکت وکړي.