د کویټ یوې جنايي محکمې درې کسان د ایران او د لبنان د حزب‌الله ډلي له پاره د جاسوسۍ او د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو

د کویټ یوې جنايي محکمې درې کسان د ایران او د لبنان د حزب‌الله ډلي له پاره د جاسوسۍ او د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو د وزیر، د ترور د پلان جوړولو په تور په اعدام محکوم کړي دي.
د راپورونو له مخي، په دې قضیه کي اته نور کسان هم د جرمي پلان په برخه کي د ګډون له امله په پنځه کاله بند محکوم سوي دي.
د کویټ لویي څارنوالۍ پر دغو ۱۱ کسانو د ایران له پاره د جاسوسۍ، له حزب‌الله ډلي سره د غړیتوب او د کویټ پر ضد د دښمنانه اقداماتو د پلان جوړولو تورونه لګولي وو.

د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخي، د کویټ د اسلامي ملي ائتلاف عمومي منشي، حسین عبدالله المعتوق، هم له هغو کسانو څخه دئ، چي د اعدام سزا ورته اورول سوې ده.