د راپورونو له مخي، د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد د مانیسا ولایت په یوه مسافر وړونکي بس کي ۵۵ افغان کډوال

د راپورونو له مخي، د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد د مانیسا ولایت په یوه مسافر وړونکي بس کي ۵۵ افغان کډوال نیولي دي، چي په نیول سوو کسانو کي ۱۶ ماشومان هم شامل دي.
په افغانستان کي د ط..البانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو د کمښت له امله یو شمېر افغان ځوانان د ښه ژوند او کار موندلو په موخه بهرنیو هیوادونو ته د تګ هڅه کوي. ډېری ئې د قاچاقبرو په مرسته له سختو او خطرناکو لارو د تګ خطر مني، چي په دې سفرونو کي د نیول کېدو، ناوړه چلند او د ژوند د له لاسه ورکولو له ګواښونو سره هم مخ کېږي.