د کډوالو ستونزو ته د رسېدني کمېسیون مسئولینو خبر ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راغلي دي.
د ياد کمېسیون د معلوماتو له مخي، ټولټال ۴۲۱ د افغان کډوالو کورنۍ د بېلابېلو سرحدي لارو څخه د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د دغه کمېسون د معلوماتو له مخي، یادي کورنۍ د ننګرهار، کندهار، هرات، هلمند او نیمروز ولایتونو له لارو د ايران او پاکستان څخه خپل هیواد ته را داخلي سوي دي.
بايد وويل سي چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي ۲.۸ ميليونه افغان کډوال د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.