د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبر ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبر ورکړی، چي د اسټرالیا دولت به د افغانستان د خرابېدونکي وضعیت د ښه والي له پاره ۵۰ میلیونه ډالر نوي بشري مرستي وکړي.
د راپور له مخي، دغه مرستي به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د خوراکي توکو خوندیتوب، روغتیایي خدمتونو او د بشري کرامت او حقونو خوندي کولو ته ځانګړي سوي وي.
یاد‌ سازمان ويلي چي له ۲۰۲۱ کال راهیسي اسټراليا د افغانستان سره ۳۱۰ ميليونه ډالره مرسته کړې.