د ط..البانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې نن د‌ جمعې په ورځ او راتلونکو دوو ورځو کي د هيواد

د ط..البانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې نن د‌ جمعې په ورځ او راتلونکو دوو ورځو کي د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کي د بارانو، واوري او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دئ.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، دغه اټکل په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزگان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، کابل او پروان ولایتونو کي سوی.
سرچینه زیاتوي چي په ځینو سیندیزو سیمو کي د اوبو سطحه لوړه سوې او د هيوادوالو څخه ئې غوښتي چي د سيندونو د غاړي څخه لېري پاته سي.