د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.
نوموړي د جنیوا په یوه خبري ناسته کي ويلي، چي له دې شمېر څخه ۲.۹ میلیونه کسان یوازي په ۲۰۲۵ کال کي او نژدې ۱۵۰ زره نور د روان میلادي کال له پیل راهیسي افغانستان ته راستانه سوي دي.
د هغه په وینا، ډېر راغلي افغان کډوال دلته په افغانستان کي له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او په چټک ډول د دومره لوی شمېر بېرته راستنېدل د افغانستان اوسنی بشري وضعیت لا پسي پېچلی کړی دئ.

هغه د افغان ګډوالو سره پر مرستو ټينګار کړی دئ؛ ترڅو د دغه بشري بحران مخه ونیول سي.