د یونان په پلازمېنه اتن کي د سیلانیانو په یوه درې پوړیزه ودانۍ کي چاودنه سوې، چي له امله ئې شپږ کسان وژل سوي.
په وژل سوو کسانو کي څلور امریکایان، یو بریټانوی او یو یونانی وګړی شامل دئ.
د چاودني له امله ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.
د يونان پوليس وايي چي د پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.