د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر ضد ترسره سوو بریدونو ۲۵ کاله تېرېږي؛ هغه پېښه چي نژدې درې زره کسان په کښي ووژل

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر ضد ترسره سوو بریدونو ۲۵ کاله تېرېږي؛ هغه پېښه چي نژدې درې زره کسان په کښي ووژل سوه او د امریکا او نړۍ پر امنیتي، سیاسي او پوځي تګلارو ئې ژور اغېز وکړ.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د القاعدې ۱۹ وسله‌والو د امریکا څلور مسافر وړونکي الوتکي وتښتولې.
دوې الوتکي د نیویارک ښار د نړۍوال سوداګریز مرکز پر دوو لوړو برجونو ولګېدې، یوه الوتکه د واشنګټن ډي سي په سیمه کي د پنټاګون له ودانۍ سره ولګېده او څلورمه الوتکه د مسافرینو د مقاومت وروسته د پنسلوانیا په یوه سیمه کې راولوېده.

په دغو بریدونو کي ۲۹۷۷ کسان ووژل سوه او زرګونه نور ټپيان سوه.
د دې بریدونو اصلي طرحه کوونکی القاعده وه او د دغه سازمان مشر اسامه بن لادن په هغه وخت کي په افغانستان کي مېشت و.
د امریکا د تحقیقاتو له مخي، ط..البانو د بن لادن او القاعدې له پاره په افغانستان کي د فعالیت او روزني زمینه برابره کړې وه.

له بریدونو وروسته امریکا له ط..البانو وغوښتل چي اسامه بن لادن امريکا ته وسپاري.
د غوښتني د نه منل کېدو وروسته، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړه.
د امریکا په مشرۍ دغه عملیات د القاعدې د ځپلو او د ط..البانو د حکومت د له منځه وړلو په هدف ترسره سوه.

د سپټمبر ۱۱مي بریدونو وروسته امریکا د ترهګرۍ پر وړاندي د نړۍوالي مبارزې پراخ کمپاین پیل کړ. د افغانستان تر جګړې وروسته په ۲۰۰۳ کال کي د عراق جګړه هم پیل سوه او د امریکا په کور دننه د امنیتي او استخباراتي ادارو واکونه او څارني پراخي سوې.
د سپټمبر ۱۱مه په معاصر تاریخ کي هغه ورځ ده چي له یوې خوا ئې د زرګونو انسانانو ژوند واخیست او له بلې خوا ئې د نړۍوال سیاست، جګړو، امنیت او د افغانستان د وروستیو ۲۵ کلونو پر مسیر ژور اغېز وکړ.