د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يوکس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس د يادي ولسوالۍ په دولتي روغتون کي ويشتل سوی دئ.
سرچينه زياتوي چي دغه کس په ياد روغتون کي د يوې ښځينه روغتيايي کارکوونکي سره د محرم په توګه اوسېده.

تر اوسه د دغه کس د وژلو انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.