د خوست څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي د يوه کوچني هلک جسد د اوبو په بند کي موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه هلک تېره ورځ د خپل کور د مخ څخه ورک سوی او نن ئې جسد پيدا سوی.
سرچينه وايي چي دغه هلک لومړی پر سر وهل سوی او تر وژل کېدو وروسته ئې د اوبو بند ته غورځولی.
د خوست ولايت ط..البانو د دغه پېښي په اړه څه نه دي ويلي.