د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د صالحانو په کلي کي نامعلومو کسان يو کس وژلی او وروسته ئې جسد ښخ کړی و.
د سرچينې په وينا چي دغه کس اصلي د کندهار ښار اوسېدونکی و او دغه سيمي ته د کاروبار له پاره تللی و.
د دغي پېښي اصلي انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.