د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي ځواکونو ئې تېره شپه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کي د ط..البانو پر يوه مرکز ئې بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې درې ط..البانو وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي.
د ازادۍ جبهې په وينا چي په دغه برید کي د دوی ځواکونو ته هيڅ زيان نه دئ اوښتی.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.