د CNN د راپور له مخي، یوه امریکايي چارواکي ویلي، چي د متحده ایالاتو پوځ ته لارښوونه سوې

د CNN د راپور له مخي، یوه امریکايي چارواکي ویلي، چي د متحده ایالاتو پوځ ته لارښوونه سوې، که له ایران سره تفاهم لاسلیک سي، نو د جمعې په ورځ به په هرمزتنګي کي روان سمندري محدودیتونه لغوه کړي.
د راپور له مخي، ډونالډ ټرمپ ویلي چي له تهران سره تر هوکړي وروسته به د ایران د بندرونو پر وړاندي لګېدلي سمندري بندیزونه سمدستي لېري سي.
هغه زیاته کړې، چي د احتمالي هوکړي له لاسلیک وروسته به د هرمز تنګی بېرته د کښتیو پر مخ پرانیستل سي او د نفتو لېږد به عادي حالت ته راوګرځي.

یاد امریکايي چارواکي ټینګار کړی چي دا اوسنی پلان دئ، خو د جمعې تر ورځي پوري به په کښي د بدلون امکان هم وي.