د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه وروستۍ سوې او دواړه لوري یوې موافقې ته رسېدلي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه وروستۍ سوې او دواړه لوري یوې موافقې ته رسېدلي دي.
ټرمپ په یوه رسمي اعلامیه کي ویلي: «له ایران سره هوکړه بشپړه سوې ده، ټولو ته مبارکي وایم.»
نوموړي همداراز اعلان کړی، چي د هرمز تنګی د پرانیستل کېدو اجازه ئې ورکړې او د ایران پر وړاندې به د امریکا سمندري محدودیتونه هم لغوه سي.

د هغه په وینا، د دې پرېکړي له عملي کېدو سره به د نفتو او نورو سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بېرته عادي سي او نړۍوالو بازارونو ته به د انرژۍ بهیر دوام ومومي.
ټرمپ په خپل پیغام کي ویلي چي نړۍوالي بېړۍ دي خپل فعالیتونه پیل کړي او د نفتو نړۍوال جریان دي بېرته عادي حالت ته راوګرځي.