رويټرز راپور ورکړی، چي واشنګټن د ایران د بندو شتمنیو د یوې برخي د لګولو امکان څېړي، څو د خلیجي هیوادونو هغه تاوانونه جبران کړي، چي د تهران له بریدونو سره تړاو لري.
په راپور کي ويل سوي، چي امریکا غواړي د ايران ياده شتمني د خپلو متحدينو د هغو زيانونو د جبران له پاره وکاروي، چي د ايران په بریدونو کي زيانمن سوي.
د امریکا د مالیې وزارت اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چي د فارس خلیج پر متحدینو د سوو بریدونو اقتصادي اغېزې او زیانونه په تفصیل سره وارزوي.
بل لور ته، د ایران یوه لوړپوړي پوځي سلاکار محسن رضایي ویلي چي له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو او احتمالي هوکړي مهم شرط د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل سوو شتمنیو ازادول دي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د دې موضوع په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.