د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د ط..البانو د استازو احتمالي اروپايي سفرونه وغندل او په خبره ئې چي دا ډول ګامونه

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د ط..البانو د استازو احتمالي اروپايي سفرونه وغندل او په خبره ئې چي دا ډول ګامونه د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ له هڅو سره په ټکر کي دي.
هغې په یوه بیان کي ټینګار کړی، چي په افغانستان کي لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې‌برخي دي، خو د ط..البانو له استازو سره د اړیکو پراخول ناسم سیاسي پیغام ورکوي.
د نیومن په وینا، دغه چلند نه یوازي د بشري حقونو د فعالانو دریځ کمزوری کوي؛ بلکي نورو سختدریځو حکومتونو ته هم د خپلو تګلارو د دوام جرئت ورکوي.

تر اوسه اروپايي لورو د هغو ط..الب استازو هویت او د سفرونو جزئیات په رسمي ډول نه دي اعلان کړي.