د لبنان پوځ په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دغه هيواد په جنوب کي د اسرائیلو په وروستيو هوايي بريدونو کي د لبنان د درې پوځيانو په ګډون ۱۲ کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي اسرائیلو په پرلپسې ډول باندي د لبنان پر ياده سيمه باندي هوايي بريدونه کړي. دغه راز د لبنان پوځ خبرداری ورکړی، چي د دغو اقداماتو دوام به د سیمي د ثبات او سیاسي حل هڅي له ستونزو سره مخ کړي.
د لبنان ولسمشر دغه پېښي غندلي او ویلي ئې دي، چي دا ډول بریدونه د لبنان پر ملي واکمنۍ او نړۍوالو اصولو ښکاره تېری دئ.