رویټرز وايي، د امریکا د کانګرس د بوديجې دفتر اټکل کړی چي له ایران سره د شپږو میاشتو جګړه به شاوخوا ۳۸ میلیارد ډالره

رویټرز وايي، د امریکا د کانګرس د بوديجې دفتر اټکل کړی چي له ایران سره د شپږو میاشتو جګړه به شاوخوا ۳۸ میلیارد ډالره لګښت ولري.
د راپور له مخي، د جګړې د دوام په صورت کي به دا لګښت هره میاشت نژادې درې میلیارد ډالره نور هم زیات سي.
رویټرز وايي، د مهماتو ډېر استعمال د امریکا پر پوځي زېرمو فشار راوستلی او د بیا پوره کولو له پاره ئې ښايي تر پنځو کلونو وخت ونیسي.

خو سپینه ماڼۍ او پنټاګون وايي، د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره نه دئ مخ سوی.