روغتیايي مسئولان وايي، په افغانستان کي د ۲۰۲۵ کال له مارچ راهیسي د ايډز يا ايچ ای وي ۲۸۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي

روغتیايي مسئولان وايي، په افغانستان کي د ۲۰۲۵ کال له مارچ راهیسي د ايډز يا ايچ ای وي ۲۸۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د هغوی په خبره یوازي په تېرو پنځو میاشتو کي ۸۶ کسان په دې ویروس اخته سوي دي.
د افغان-جاپان روغتون مسئولان وايي، د ايډز پېښي د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا دوه برابره سوي دي.

د هغوی په وينا په ۱۴۰۱ کال کي په ټول افغانستان کي ۸۱ مثبتي پېښي ثبت سوي وې، خو تېر کال دا شمېر ۲۰۰ ته لوړ سوی و.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د نړۍ د اټکلونو له مخي ښايي په افغانستان کي شاوخوا ۱۳ زره کسان د ايډز سره ژوند وکړي، خو ډېری ئې لا نه دي تشخیص سوي.
ډاکټران وايي ايچ ای وي د ویني، جنسي اړیکو او له مور څخه ماشوم ته د لېږد له لارې خپرېږي.

که څه هم د دې ناروغۍ بشپړه درملنه نسته، خو د مناسبي درملني او روغتیايي پاملرني له لاري کنټرولېدای سي.