د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي تېره شپه ئې د کابل ولایت د سرای شمالي په سيمه کي پر ط.. البانو بريد کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دغه بريد کي دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
دغي جبهې ويلي چي تر برید وروسته د دوی ځواکونه په خوندي ډول خپلو سيمو ته تللي.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.