څراغ تلوېزیون تاسو ته د دروېش دراني غزل «زړه مې درد کوي» وړاندي کوي.
شاعر: ښاغلی دروېش درانی
د دې سندري موسیقي د مصنوعي ذکاوت په مرسته جوړه سوې ده.
متن:
زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان هم چې وي مړه، ورپسې ژاړم
ما د یار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه
نه يې نوم اخلم، او نه ورپسې ژاړم
بېلتانه یم، داسې حال ته رسولی
يار د بل د رومي، او زه ورپسې ژاړم
چې تر څو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې تر څو لرم ليمه، ورپسې ژاړم
لکه اوښکې تر لېمو څاڅي دروېشه
دی مې زړه اوبه اوبه، ورپسې ژاړم
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV