سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په سروبي ولسوالۍ کي يو کس په مرموز ډول وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس د بدن ځيني غړي هم پرې سوي دي.
تراوسه د وژل سوي کس هويت او د پېښي انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي چي ولس ئې د ط.. البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.