د بغلان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په پلخمري ښار کي يو ځوان نامعلومو کسان وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان علاوالدين نومېږي او د پنج شنبې په ورځ نامعلومو کسانو د چاقو په وسيله وهلی او وژلی دئ.
دا پېښه پر داسي مهال رامنځته کېږي چي د راپورونو له مخي، په دې وروستیو کي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د جنایي جرمونو، مرموزو وژنو او وسله والو غلاوو په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي.