د پکتيکا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کي پر دوو کوچنيانو د هاوان زړې مرمۍ چاودنه کړې.
د سرچينې په وينا چي په دغه چاودنه کي ياد دوه کوچنيان ټپيان سوي دي.
سرچينه وايي چي دغه پېښه هغه مهال سوې، چي يادو کوچنيانو په دغه مرمۍ باندي بازۍ کولې.