سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د عراق په کربلا ښار کي ۴۰ تنه افغانان بند پاته دي او له ډېري مودې راهیسي د کډوالو په يو کمپ کي ساتل کېږي.
د سرچينې په وينا چي دغو افغانانو جریمې هم ورکړي او افغانستان ته د ستنېدو له پاره ئې د الوتکي ټکټونه هم اخیستي، خو لا هم خپل هيواد ته د تللو اجازه نه ده ورکول سوې.
سرچينې ويلي، چي ځیني ئې له څلورو تر شپږو میاشتو راهیسي په یوه تنګه خونه کي ساتل کېږي او د ځای، خوړو او اوسېدو له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا دغه افغانانو د ط.. البانو څخه غوښتي چي ږغ دې واوري او دوی دي د دغه هيواد څخه خپل هيواد ته انتقال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *