سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دئ.
په ورته وخت کي د پخواني ولسمشر نژدې سرچینو هم څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې، چي هغه له دوبی څخه لبنان ته سفر کړی.
محمد اشرف غني احمدزي هم د خپل اختريز پیغام پر مهال ويلي و، چي هغه په متحده عربي اماراتو کي د شپږو میاشتو راهيسي د خبرو څخه منع سوی و.