سل ورځي وروسته؛ د امريکا او ايران ترمنځ خبري کوم پړاو کي دي؟
سرچینه: الجزیره
نن د هغې جګړې سلمه ورځ ده چي امريکا متحدو ايالتونو او اسرائيلو د ايران اسلامي جمهوريت پر ضد پيل کړې ده.
که څه هم واشنګټن او تهران د اپرېل په مياشت کي د اوربند پر ټينګښت سلا سوي ول، خو تر اوسه يې د سولې کوم هر اړخيز تړون نه دی کړی. له همدې امله د دواړو هيوادونو اړيکي لا هم په يوه مبهم حالت کي دي؛ داسې حالت چي نه بشپړه جګړه بلل کېدای سي او نه رښتينې سوله.
نښتې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ رواني دي. د امريکا پوځ ويلي دي چي د شنبې په ورځ يې د هرمز په تنګي کي د ايران دوې بريدکوونکي بېپيلوټه الوتکي راغورځولي دي. بل لور ته ايران هم، تر هغه وروسته چي امريکا د دغه هيواد پر ساحلي سيمو بريدونه وکړل، د شنبې په ورځ په بحرين او کويټ کي ځيني هدفونه تر بريد لاندي راوستل.
سره له دې چي جګړې دوام لري، د تهران او واشنګټن ترمنځ غيرمستقيمې خبري لا هم رواني دي. د دغو خبرو موخه يوه موقتي هوکړه ده چي له مخي يې جګړه او متقابل بريدونه ودرول سي، خو د ايران د اټومي پروګرام موضوع راتلونکو او اوږدمهالو خبرو ته پرېښودل سي.
په همدې وخت کي د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تهران ته تللی او ويل کېږي چي د ايران د اسلامي جمهوريت مشر آيتالله سيد مجتبی خامنهيي ته يو «مهم پيغام» ورسره وړی دی.
له بلي خوا، د امريکا ولسمشر ډونالډ جان ټرمپ څو ځله د يوې هوکړې د کېدو په اړه خوشبيني ښودلې ده. هغه د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چي کېدای سي د دواړو هيوادونو ترمنځ تړون د اوونۍ تر پای پوري وروستی سي.
خو د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په هماغه ورځ په ډېر احتياط خبري وکړې. هغه وويل چي که څه هم د اړيکو لارې خلاصي دي او د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه روان دي، خو تر اوسه په خبرو کي «کوم څرګند او د پام وړ پرمختګ» نه دی سوی.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دا دي:
• په ټولو جبهو کي د جګړو او پوځي عملياتو بشپړ درول، د لبنان د جبهې په ګډون؛
• د هغو ميلياردونو ډالرو تېلو عوايدو ته د ايران لاسرسی چي په بهر کي کنګل سوي دي؛
• د ايران د خامو تېلو د صادراتو لپاره د امريکا له بنديزونو څخه معافيت ترلاسه کول؛
• د امريکا له خوا لګول سوي بندري محدوديتونه او محاصره ختمول؛
• او د هرمز په تنګي کي، چي د نړۍ د انرژۍ او سوداګرۍ له مهمو لارو څخه يو دی، د ايران د نفوذ او واک ساتل.
په ټوله کي، که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه او خبرې رواني دي او دواړه لوري د يوې هوکړې د کېدو احتمال يادوي، خو بنسټيز اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاته دي او تر اوسه د يوه وروستي او هر اړخيز تړون د رامنځته کېدو کومه څرګنده نښه نه ليدل کېږي.