سيايناين د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي ایران په واشنګټن کي د ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د راډیواکټیف یا کیمیاوي وسلو په وسیله د احتمالي برید پلانونه څېړي.
د راپور له مخي، د دغه احتمالي برید له پاره ځیني هدفونه او ځایونه هم په نښه سوي، خو داسي شواهد نسته چي ایران د برید د عملي کولو پرېکړه کړې وي.
سرچینو ویلي، دا پلانونه د بېلابېلو انتخابونو د چمتو کولو په موخه جوړ سوي دي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کي د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو تور رد کړی او ویلي ئې دي، چي ایران په هېڅ ډول شرایطو کي د دغو وسلو کارول نه مني.
سپینې ماڼۍ هم ویلي، چي ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو تر اوسه ئې د امریکا پر وړاندي کوم باوري ګواښ نه دئ موندلی.