ط..البانو ادعا کړې، چي د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګلستان سیمه کي ئې د خپلو مخالفینو او داع.ش یو مرکز په نښه کړی

ط..البانو ادعا کړې، چي د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګلستان سیمه کي ئې د خپلو مخالفینو او داع.ش یو مرکز په نښه کړی او هغوی ته ئې مرګ‌ژوبله اړولې ده؛ خو د سیمي د ځینو راپورونو له مخي، د برید هدف د حاجي فیض‌الله غبیزي اړوند کنډک و او په پېښه کي هيڅ تلفات نه دي ثبت سوي.
د راپورونو له مخي، یاد ځای د حاجي فیض‌الله غبیزي له کسانو او سوداګریزو فعالیتونو سره تړاو لري او تر اوسه داسي کره شواهد نه دي وړاندي سوي، چي هلته دي ط..البانو د داع.ش ډلي مرکز ويشتلی وي.