د کندهار څخه ځايي سرچینو څراغ ټلوېزیون ته ویلي چي ط..البانو د دغه ولایت په دولتي ادارو کي د ځیرکو موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دئ.
د سرچینو په وینا، د ادارو مسؤلینو خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې، چي نور به د دندي پر مهال ځیرک موبایلونه نه کاروي.
سرچینې زیاتوي، هغو مامورینو ته خبرداری ورکړل سوی، چي که له یاد امر څخه سرغړونه وکړي، د ط..البانو اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي سي.
دا بندیز پر داسي مهال عملي کېږي، چي تر دې وړاندي د ط..البانو مشر ملا هب.تالله اخوندزاده د لوړپوړو ط..الب چارواکو او نظامي مسؤلینو سره په یوه غونډه کي په شفاهي ډول سپارښتنه کړې وه، چي ط..البان او د هغوی د ادارو کارکوونکي دي د ځیرکو موبایلونو له کارولو ډډه وکړي.
تر اوسه ط..البانو د دې پرېکړي د علت په اړه رسمي وضاحت نه دئ ورکړی.