د پنجشېر ولایت چارواکو اعلان کړی، چي د دغه ولايت په ټولو محلي ادارو کي د سمارټ یا ځیرکو موبایلونو کارول منع دي

د پنجشېر ولایت چارواکو اعلان کړی، چي د دغه ولايت په ټولو محلي ادارو کي د سمارټ یا ځیرکو موبایلونو کارول منع دي.
د ياد ولايت والي حافظ محمد اغا حکیم د دغه ولایت د ملکي او نظامي مسئولينو ته سپارښتنه کړې، چي هېڅ ملکي او نظامي کارکوونکي ته اجازه نسته چي په محلي ادارو کي له ځیرکو موبایلونو څخه استفاده وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، هر هغه څوک چي له دې امر څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ سي.

د پنجشېر د رسنیو دفتر ویلي، د دې محدودیت د پلي کېدو څارنه روانه ده او تر دې وړاندي هم په دولتي ادارو کي د ځيرک موبایلونو پر کارولو محدودیتونه موجود وو.