ط..البانو د حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي پاکستان د اوربند څخه سرغړونه کړې او د يکشنبې په ورځ سهار مهال ئې د کنړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ باندي د هاوان ټکان کړي، چي له امله ئې يوه ښځه وژل سوې ده.
د فطرت په وينا چي د پاکستان پوځ په همدې ورځ د پکتيکا ولايت په شکين ولسوالۍ کي هم د ولسي خلګو پر موټر ټکان کړي؛ خو چاته په کښي زيان نه دئ اوښتی.
د هغه په خبره چي د پاکستان پوځ د اوربند د اصولو څخه سرغړونه کړې ده.