د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د خپلو پوځيانو سره د يوې ليدني پر مهال ويلي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د خپلو پوځيانو سره د يوې ليدني پر مهال ويلي، چي د افغانستان خاوره بايد هيڅکله د پاکستان پر ضد و نه کارول سي.
هغه ويلي، چي د هغه وسله والو ترهګرو مخه بايد ونيول سي، چي د افغانستان د خاوري څخه په استفاده د پاکستان امنيت ته ګواښ پېښوي.
د هغه په خبره چي د پاکستان پوځ د هر ډول ګواښ پر وړاندي چمتو دئ او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چي د پاکستان امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

هغه ويلي چي په سيمه کي ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دئ او لازمه ده، چی د ورته ستونزو د حل له پاره د‌ همږغۍ او همکارۍ څخه کار واخيستل سي.